ایکنانیوز د irib له قوله راپور راکوي،په ملګروملتو کې د کډوالۍ د نړیوالې ادارې دنمایندګۍ مشرې میرمن لالیني ویراسامي د ایران د جنوب فارس ولایت دبهرنیو کډوالو او وګړو په چارو کې عمومی مدیر بهرنګ قرباني سره په کتنې کې روښانه کړې ده،د ایران په اسلامی جمهوریت کې کډوالو ته ددغه هیواد دحکومت پام واقعا بې مخینې دی او موجوده محدودیّتونو ته په پام سره په هیڅ یوۀ هیواد کې ئې خدماتو دومره اندازه نه ده لیدلې او دا موضوع په کرتو په غونډو کې هم عنوان شوې ده.
د ایران دفارس ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو عمومی مدیر بهرنګ قرباني هم په دغې کتنې کې ووئیل، په ایران کې پناه غواړي له هماغو روغتیائي، درملیزو او تعلیمي خدماتو په شان چې ایراني ښاریز ورڅخه استفاده کوي، ګټه پورته کوي او دخدماتو په رسونې کې هیڅ توپير او فرق نشته .
د ایران د فارس ولایت دغه لوړپوړي چارواکي خپل هیواد ته د بهرنیو وګړو د خپلې خوښې او دوامدارې بیرته ستنیدا په زمینې کې په ایران کې د دیره نړیوالو اورګانونون د توجه غوښتنه وکړه .
د افغانستان او عراق په شمول د لویدیځي آسیا سیمې په ځينو هیوادونو کې د کلونو کلونو جنګ جګړو، نیواکګرۍ او ناکراریو په دلیل د ایران اسلامی جمهوریت له تیرو څه دپاسه څلورو لسیزو راهسې تل ددغو هیوادونو د میلیونونو پناه غواړو وګړو کوربه دی.
په دوهم نړیوال جنګ کې هم ایران له دغه جنګه د کړیدلو او بې ځایه شوو،د څه د پاسه یولک اروپائي پناه غواړو په تیره بیا د ۷۴ زره لولینډي پناه غواړو کوربه ؤ.
په تیرو کلونو کې ارمنستان او آذربایجان جمهوریّت له جنګ ځپلو وګړو څخه هرکلی هم په همدې لړ کې ارزول کیږي . په حقیقت کې د ایران ملت په مختلفو وختونو کې د مختلفو هیوادونو د لسګونو زره بلکې د لکونو پناه غواړو کوربه شوی دی.
د انځور په ښې لوري کې د ملګروملتو د کډوالۍ دنړیوالې ادارې دنمایندګۍ ددفتر مشره لالینی ویراسامی